ډېر لوستل شوي

د ټرمپ له خوا له جرمني د امریکایي پوځیانو د کمولو ارزونه؛ ایا د واشنګټن او برلین اختلافات پراخېږي؟

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ خبر ورکړی، چې هېواد یې په جرمني کې د مېشتو امریکایي پوځیانو د شمېر د کمولو موضوع ارزوي.

ټرمپ دغه څرګندونې په خپلې ټولنیزې شبکې «ټروث سوشل» کې کړيې او ویلي یې دي، چې په دې اړه وروستۍ پرېکړه به ژر اعلان شي.

دا اقدام داسې مهال مطرح کېږي، چې د امریکا او جرمني ترمنځ سیاسي اختلافات، په ځانګړي ډول د ایران جګړې او د ناټو د غړو د دریځونو پر سر، زیات شوي دي.

په همدې لړ کې د جرمني لومړي وزیر فریدریش مرتس ویلي وو، چې ایران په مذاکراتو کې امریکا تحقیروي، خو ټرمپ د هغه څرګندونو ته په غبرګون کې ویلي، چې نوموړی نه پوهېږي د څه په اړه خبرې کوي.

د معلوماتو له مخې، دا مهال په اروپا کې د امریکا د شاوخوا ۶۸ زره فعالو پوځیانو له ډلې څه باندې ۳۶ زره او ۴۰۰ تنه په جرمني کې مېشت دي، چې دا هېواد د امریکایي ځواکونو تر ټولو لویه اډه بلل کېږي.

تر اوسه روښانه نه ده، چې د پوځیانو د کمولو دا ارزونه به د دواړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي اختلافاتو پایله وي او که د واشنګټن د پوځي ستراتیژۍ یوه برخه.

اړوند خبرونه