ډېر لوستل شوي

ټرمپ د هرمز تنګي ته د «ټرمپ تنګی» نوم ورکړی

د امريکا د متحده ايالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر خپله ټولنیزه شبکه «ټروث سوشل» د هرمز تنګي یوه نقشه خپره کړې، چې پکې د دې مهمې سمندري لارې نوم «د ټرمپ تنګی» ياد شوی دی.
هغه تر دې وړاندې هم په یوې وینا کې د «ټرمپ تنګی» اصطلاح کارولې وه.
ټرمپ هغه مهال د حاضرینو د خندا په غبرګون کې ویلي و چې ښايي رسنۍ به دا د ژبني تېروتنې په توګه واخلي، خو د ده په وینا: “زه ډېره کمه تېروتنه کوم.”
د يادونې وړ ده، چې دې څرګندونو او د نوم بدلون په ټولنیزو شبکو کې پراخ بحثونه راپارولي دي.

اړوند خبرونه