اسراييلو د غزې لپاره د مرستو لېږدوونکو لسګونه کښتيو کاروان د يونان د کريټ ټاپو ته نږدې په نړيوالو اوبو کې درولی او لسګونه فعالان يې نيولي دي.
د «ګلوبل صمود فلوټیلا» (GSF) تنظیموونکو دا اقدام «سمندري غلا» بللې او ویلي یې دي، هغه کسان چې په کښتیو کې سپاره وو، له غزې څه باندې ۹۶۵ کیلومتره لرې په ناقانونه ډول نیول شوي دي.
د اسراييلو د بهرنیو چارو وزارت بیا تایید کړې چې شاوخوا ۱۷۵ فعالان نیول شوي او یاد کاروان یې «تبلیغاتي نمایش» بللی دی.
د «GSF» د معلوماتو له مخې، د فلوټیلا ځینې نورې کښتۍ اوس هم د کریټ د جنوبي ساحل ته نژدې دي، په داسې حال کې چې دغه کاروان دوه اوونۍ وړاندې د اسپانیا، فرانسې او ایټالیا له بېلابېلو بندرونو څخه د غزې د محاصرې د ماتولو په موخه حرکت پیل کړی و.
تنظیموونکي ادعا کوي، چې اسراييلي سمندري ځواکونو د شپې له خوا په نړیوالو اوبو کې پر کښتیو «تاوتریخجن برید» کړی، ځینې کښتۍ یې ناکاره کړې او پر سپرو ملکي کسانو یې مستقیم اقدام ترسره کړی دی.
د دوی په وینا، د نیونو تر څنګ، د ځینو کښتیو انجنونه خراب شوي او مخابرات ګډوډ شوي، چې له امله یې یو شمېر ملکي کسان په خرابو کښتیو کې د سختو سمندري شرایطو سره مخ پاتې شوي دي.

