په لندن کې د ایران سفارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې ایران په برېتانیا کې د وروستیو تاوتریخوالو له پېښو سره هېڅ ډول تړاو نه لري.
په خبرپاڼه کې ټینګار شوی، ایران د هغو هېوادونو له ډلې دی چې له لسیزو راپدې خوا د ترهګرۍ له اصلي قربانیانو څخه پاتې شوی او لا هم د تروریزم او تاوتریخوالي افراطیت پر وړاندې د نړیوالې مبارزې په لومړۍ کرښه کې ولاړ دی.
د ایران سفارت زیاته کړې، چې دا هېواد د هر ډول تاوتریخوالي او افراطي کړنو مخالفت کوي او په دې برخه کې نړیوالو هڅو ته ژمن دی.
دا په داسې مهال ده، چې په دې وروستيو کې په برېتانیا کې ايراني وګړي په يو شمېر پېښو کې ښکېل بلل شوي دي.

