د امریکا د جګړې وزارت تایید کړې، چې ټاکل شوې شاوخوا پنځه زره امریکایي سرتېري له جرمني څخه وباسي او بېرته یې هېواد ته ستانه کړي.
اسوشیټېډ پرېس خبري اژانس د پنټاګون د ویاند شان پارنل په حواله راپور ورکړی، چې د دغو ځواکونو د ایستلو بهیر به له ۶ تر ۱۲ میاشتو پورې وخت ونیسي او دا پرېکړه په اروپا کې د ځواکونو د ځای پر ځای کېدو له هر اړخیزې ارزونې وروسته شوې ده.
ویل کېږي، چې دا شمېر سرتېري د جرمني په اډو کې د مېشتو امریکایي ځواکونو شاوخوا ۱۴ سلنه جوړوي.
په ورته وخت کې، د امریکا د ډیموکرات ګوند یو شمېر سیاستوالو پر دې پرېکړې نیوکه کړې ده. دیموکرات سناتور جک رید دا اقدام «بېپروا» بللی او خبرداری یې ورکړی، چې دا کار کولای شي د امریکا د اوږدمهاله امنیت او نړیوالو متحدینو لپاره منفي پایلې ولري.
سره له دې، پنټاګون ټینګار کړی، چې دا ګام د عملیاتي اړتیاوو او د شته شرایطو پر بنسټ اخیستل شوی دی.

