ډېر لوستل شوي

مکسيکو کې ترافیکي پېښه؛ ۱۱ کسان پکې مړه او ۳۱ نور ټپیان شوي

د مکسیکو د نایاریت ایالت کې د سیلانیانو یو بس له لویې لارې اوښتی او چپه شوی، چې له امله یې لږ تر لږه ۱۱ کسان مړه او ۳۱ نور ټپیان شوي دي.
د ایالتي حکومت د معلوماتو له مخې، چې یاد بس له جالیسکو ایالته روان و او د امتلان دې کاناس ښار ته نږدې له لارې اوښتی او چپه شوی دی.
د چارواکو په وينا، د پېښې ټپیان روغتونونو ته لېږدول شوي او د پېښې د علت د معلومولو لپاره څېړنې روانې دي.

اړوند خبرونه