د پاکستان امنیتي چارواکي وایي، د ۲۰۲۶ کال له پیل راهیسې د دغه هېواد د پوځیانو پر وړاندې د بېپیلوټه الوتکو (ډرون) بریدونه په بېساري ډول زیات شوي دي.
د اکسپرېس ټریبون ورځپاڼې د خیبرپښتونخوا د لوړپوړي چارواکي ذوالفقار حمید په حواله ویلي، چې تر اوسه په روان میلادي کال کې ټولټال ۲۴۶ د ډرون بریدونه ثبت شوي دي.
د نوموړي په وینا، دا بریدونه د پرمختللو ضد ډرون سیسټمونو له لارې تر ډېره شنډ شوي، خو دا چاره د وسلهوالو ډلو په تکتیکونو کې یو خطرناک بدلون ښيي.
د ورکړل شویو شمېرو له مخې، بنو کې ۲۱۵ بریدونه، په ډېره اسماعیل خان کې ۱۵ بریدونه، ۷ په ملاکنډ، پېښور کې ۴، په مردان او کوهاټ کې ۲-۲ پېښې او ۱ پېښه هم په هزاره سیمه کې ثبت شوې ده.
چارواکي ټینګار کوي، چې د ډرونونو کارول د امنیتي ګواښونو نوې بڼه ده او د مخنیوي لپاره یې پرمختللې ټکنالوژۍ او دایمي څارنې ته اړتیا ده.
که څه هم په راپور کې د کومې ځانګړې ډلې نوم نه دی اخیستل شوی، خو تر دې وړاندې تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) په دغه ایالت کې د ورته بریدونو مسوولیت منلی و.

