ډېر لوستل شوي

د امريکا پر وړاندې د ایران غبرګون؛ “د هرمز تنګی په ليکنو نه اداره کېږي”

د ايران د پارلمان د ملي امنيت د کمېسيون رييس ابراهيم عزيزي په هرمز تنګي کې د امريکا د «ازادۍ پروژې» د پيل په تړاو سخت غبرګون ښودلی او خبرداری يې ورکړی، چې ياد تنګي کې د امريکا هر ډول مداخله د منځني ختيځ له اوربنده ښکاره سړغړونه ده.
نوموړي ټينګار کړی، چې د هرمز تنګی او د فارس خليج به د ټرمپ ويروونکو څرګندونو او پوسټونو له لارې اداره نه شي، او ايران به په دې برخه کې هر ډول بهرني فشار ونه مني.
ایراني چارواکو یو ځل بیا ټینګار کړی، چې د دې سیمې په اړه هر ډول بهرنی اقدام به له جدي غبرګون سره مخ شي.
دا په داسې مهال ده، چې تر دې وړاندې د امریکا مرکزي قوماندانۍ (سنټکام) خبر ورکړی و، چې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ په امر یې په هرمز تنګي کې د «ازادۍ پروژې» په نوم یو نوی پوځي ماموریت پیل کړی، چې موخه یې د سوداګریزو کښتیو د تګ‌-راتګ خوندي کول دي.

اړوند خبرونه