ډېر لوستل شوي

پر پاکستان د هند «سندور» عملیاتو کال پوره شو؛ آیا د بیا جګړې امکان شته؟

نن د مۍ ۷مه د هند د «سندور» په نوم د هغو غچ‌اخیستونکو عملیاتو کال پوره شو، کوم چې د هند تر کنټرول لاندې کشمیر پهلګام کې د وسله‌وال برید غبرګون کې شوي و.

د هند لومړي وزیر نریندرا مودي او د یاد هېواد نورو دولتي ادارو د خواله رسنیو په خپلو پاڼو د سندور عملیاتو انځورونه خپاره کړي او ویلي یې دي چې دې عملیاتو زموږ د وسله‌والو ځواکونو بې‌سارې زړورتیا، دقت او کلک هوډ وښود.

نریندرا مودي ویلي چې دا عملیات د پهلګام پېښې عاملینو ته سخت ځواب و.

بلخوا «نیو ډیلي تلوېزیون» تازه راپور کې ویلي چې سندور عملیاتو کې د پاکستان ۸ مهمې هوايي پوځي اډې په دقیق ډول په نښه شوې او درانه زیانونه ورته واوښتل.

یادې هندۍ رسنۍ خپل راپور کې زیاته کړې چې له دې جګړې وروسته تر نن پورې هند خپله دفاعي وړتیا، هوايي او توغندیز ځواک د پام وړ لوړ کړی دی.

نیو ډیلي رسنۍ د خپلو چارواکو له قوله ویلي چې هند په چټکۍ او قوت راتلونکو جګړو ته تېاری نیسي.

بل لور ته د نړیوالو چارو کارپوهان وايي چې د هند او پاکستان اړیکې لا هم له توندو ګواښونو ډکې دي او هره شېبه امکان شته چې دواړه هېوادونه یو ځل بیا جګړې ته داخل شي. د یادونې وړ ده چې تېر کال د هند او پاکستان جګړې څو ورځې دوام وکړ او دواړو لوریو یو بل ته د درنو زیانونو اوښتو ادعاوې کولې.

اړوند خبرونه