ډېر لوستل شوي

د ټرمپ له مرستیال سره د قطر د لومړي وزیر کتنه؛ “د ایران او امریکا ترمنځ د هوکړې امکان شته”

د قطر لومړي وزیر او د بهرنیو چارو وزیر محمد بن عبدالرحمن آل‌ثاني د امریکا د متحده ایالتونو پلازمېنې واشنګټن ته د سفر پر مهال د همدې هېواد د ولسمشر له مرستیال جي‌ډي ونس سره کتلي دي.

آل‌ثاني ویلي، په دې کتنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ستراتېژیکو اړیکو د پیاوړتیا او نږدې همکارۍ پر لارو چارو خبرې شوې دي. نوموړي تر دې سفر مخکې ویلي و، چې د امریکا او ایران ترمنځ د یوې هوکړې د رامنځته کېدو «لوړ احتمال» شته.

هغه له لیدنې وروسته ټینګار کړی، قطر د هغو ډیپلوماټیکو هڅو ملاتړ کوي چې د سیمې او نړۍ د امنیت، ثبات او دایمي سولې لامل ګرځي.

بلخوا، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو ویلي، چې واشنګټن د ایران د نوي ځواب په تمه دی او هیله شته چې دا ځواب به د جدي مذاکراتو د پیل لاره هواره کړي.

په همدې حال کې، ایراني چارواکو بیا ادعا کړې، چې امریکا د ډیپلوماسۍ پر ځای اکثره وخت له پوځي فشارونو کار اخلي.

اړوند خبرونه