د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر اسحاقډار د «سوېلي اسيا د حسابدارۍ فدراسيون» کنفرانس کې ویلي، اسلاماباد هڅه کوي له افغانستان، چین، بنګلهدېش او نورو هېوادونو سره درېاړخیزې او سیمهییزې همکارۍ پراخې کړي.
نوموړي تېره شپه د ياد کنفرانس پر مهال لاهور کې ويلي، چې پاکستان نور په انزوا کې نهشو پرېښودی او اړتیا ده چې له سیمهییزو هېوادونو سره اړیکې او اقتصادي همکارۍ پیاوړې کړي.
اسحاقډار زیاته کړې، د سوېلي اسیا هېوادونه کولی شي د اقتصادي همکاریو له لارې سترې ګټې ترلاسه کړي.
نوموړي ټینګار کړی، چې د سیمې ثبات، همغږي او ګډې همکارۍ د ټولو هېوادونو په ګټه دي او باید د متقابل باور فضا نوره هم پیاوړې شي. د ويلو ده، چې له کابل سره د اسلاماباد د سوداګرۍ له بنديز وروسته پاکستان له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ شوی، چې لوړپوړي چارواکي يې هم اوس په دې اعتراف کوي.

