د انرژۍ نړیوالې ادارې ارزونه کړې، چې د ایران جګړې تر دې دمه په خلیج سیمه کې شاوخوا ۸۵ میلیارده ډالره اقتصادي زیان اړولی دی.
راپورونه ښيي، چې د روان کال د فبرورۍ له ۲۸مې نېټې راپدې خوا، کله چې امریکا او اسراییلو پر ایران بریدونه پیل کړل، تر ۸۰ زیات د انرژۍ تاسیسات په نښه شوي دي.
د انرژۍ نړیوالې ادارې د معلوماتو له مخې، له دغو تاسیساتو څخه تر درېیمې برخې زیات په جدي ډول زیانمن شوي، چې دا کار د سیمې د انرژۍ پر تولید او بازارونو پراخ اغېز کړی دی.
نړیوالو شنونکو خبرداری ورکړی، چې د جګړې دوام کولی شي د نړیوالې انرژۍ بیې لا نورې لوړې او اقتصادي فشارونه زیات کړي.

