والسټرېټ ژورنال راپور ورکړی، چې متحده عربي امارات په پټه د ایران پر خاوره بریدونه کړي، خو تر اوسه یې په رسمي ډول نه دي تایید کړي.
د راپور له مخې، دا بریدونه د تېرې اپرېل میاشتې په لومړیو کې شوي او د لاوان ټاپو یوه نفتي چاڼخونه یې په نښه کړې وه. ویل کېږي، چې د بریدونو له امله په دغه تاسیساتو کې پراخه اورلګېدنه رامنځته شوې وه او د تولید لویه برخه یې د اوږدې مودې لپاره له فعالیته هم لوېدلې وه.
په راپور کې راغلي، چې د ایران ځواکونو هم د غبرګون په توګه د اماراتو پر ځینو هدفونو د توغندیو او بېپیلوټه الوتکو بریدونه کړي دي.
همدارنګه ویل شوي، چې امریکا له دې بریدونو سره ښکاره مخالفت نه دی کړی او په غیرعلني ډول یې د خلیج د هېوادونو له لوري پر ایران د فشار ملاتړ کړی دی.
تر اوسه د اماراتو چارواکو پر ایران د مستقیمو پوځي بریدونو په اړه څه نه دي ویلي. راپور زیاتوي چې امارات د امریکا او اسراییلو له لوري پر ایران د ۴۰ ورځني جګړې پر مهال د ایران د توغندیزو او ډروني بریدونو تر ټولو لوی هدف پاتې شوی دی.

