د اروپا کمېسیون چارواکو تایید کړې، چې د اسلامي امارت یو پلاوی د کډوالو د ایستلو د لارو د ارزونې په اړه خبرو لپاره بروکسل ته بلل شوی دی.
د راپورونو له مخې، دا غونډه د سویډن په همغږۍ او د اروپايي ټولنې د څو غړو هېوادونو په غوښتنه تنظیمېږي، خو تر اوسه یې کره نېټه نه ده ټاکل شوې.
چارواکي وايي، د غونډې اصلي تمرکز به پر هغو افغان کډوالو وي چې له اروپايي هېوادونو څخه د ایستلو حکمونه (ډیپورټ) ترلاسه کړی، څو د هغوی د بېرته ستنولو ممکنه لارې وڅېړل شي.
همداراز ویل شوي، چې د اروپا کمېسیون او د سویډن عدلیې وزارت افغانستان ته لیک استولی، څو په بروکسل کې د تخنیکي ناستې لپاره د هغوی چمتووالی وارزوي.
د ویلو ده، چې تر دې دمه د اسلامي امارت چارواکو د دې بلنې په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.
دا په داسې مهال ده، چې د روان میلادي کال په پیل کې هم د اروپايي ټولنې یو پلاوی کابل ته راغلی و او له افغان چارواکو سره یې د کډوالو پر موضوع خبرې کړې وې.

