د امریکا د متحده ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ په مشرۍ یو لوړپوړی پلاوی په درې ورځني رسمي سفر بیجینګ ته روان شوی، څو د چین له ولسمشر «شي جين پینګ» سره وګوري.
ټرمپ له واشنګټن څخه چین ته د سفر پر مهال ویلي چې د دې سفر تر ټولو مهمه موضوع به له چین سره د سوداګرۍ پر سر خبرې وي.
هغه زیاته کړې چې امریکا او چین دوه ستر ځواکونه دي او په وینا یې، امریکا تر ټولو قوي پوځي ځواک لري او چین په دویم ځای کې دی.
ټرمپ دا هم روښانه کړې چې که څه هم ګڼ موضوعات د بحث وړ دي، خو ایران به د دې لیدنې اصلي اجنډا کې شامل نه وي، ځکه د هغه په خبره د ایران وضعیت تر کنټرول لاندې دی.
دا سفر په داسې حساس وخت کې ترسره کېږي چې د ټرمپ د ولسمشرۍ محبوبیت د امریکا او اسراییل له لوري له ایران سره د جګړې او همداراز د کورني انفلاسیون له امله تر فشار لاندې بلل کېږي.
ټاکل شوې چې نوموړی به له چهارشنبې څخه تر جمعې پورې په بیجینګ کې پاتې شي.

