د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ چين ته د خپل سفر په ترڅ کې د همدې هېواد له ولسمشر شي جينګپينګ سره په کتنه کې ويلي چې د دواړو هېوادونو راتلونکې اړیکې به «فوقالعاده» وي او واشنګټن له بیجینګ سره ګډ راتلونکي ته هیلهمند دی.
ټرمپ د شي جینپینګ د رهبرۍ ستاینه کړې او نوموړی یې «لوی رهبر» بللی دی.
نوموړي زیاته کړې چې دوی چین ته ځانګړی درناوی لري او د شي جینپینګ له لوري ترسره شویو چارو ته په درنه سترګه ګوري. دا په داسې مهال ده، د امريکا د متحده ايالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ بېجنګ ته په درې ورځني رسمي سفر تللی چې د راپورو له مخې، نوموی به د چين له لسمشر سره د ایران، سوداګرۍ او تایوان په اړه خبرې وکړي.

