ډېر لوستل شوي

امریکا کې پر ستر اسلامي مرکز وسله‌وال برید؛ پنځه کسان پکې وژل شوي

د امریکا د کالیفورنیا ایالت په سن‌ډیاګو ښار کې پر یوه ستر اسلامي مرکز وسله‌وال برید کې پنځه کسان وژل شوي دي.

رویټرز د امریکايي پولیسو په حواله راپور ورکړی چې دوو تنکیو وسلوالو ځوانانو د سن‌ډیاګو پر اسلامي مرکز برید کړی چې له امله یې د جومات یو ساتونکی او دوه نور کسان د ودانۍ دباندې وژل شوي دي.

پولیسو ویلي، د دواړو بریدګرو جسدونه هم موندل شوي او ګومان کېږي چې هغوی ځانونه په ډزو وژلي دي.

د سن‌ډیاګو پولیسو مشر سکاټ وال ویلي، د اسلامي مرکز اړوند د ښوونځي ټول زده‌کوونکي په خوندي ډول ایستل شوي او هېڅ ماشوم ته زیان نه دی اوښتی.

هغه زیاته کړې چې د امریکا فدرالي تحقیقاتي ادارې «اف‌بي‌آی» کارکوونکي د پېښې د څېړنې لپاره سیمې ته رسېدلي او دا برید به د «نفرت له امله جرم» په توګه وڅېړل شي.

تر اوسه د برید اصلي انګېزه نه ده روښانه شوې.

بلخوا، د سن‌ډیاګو د اسلامي مرکز امام او مشر «طه حسني» ویلي، پر عبادت‌ځای برید ټکان ورکوونکی او د منلو نه دی.

د یادونې وړ ده چې د سن‌ډیاګو اسلامي مرکز د کالیفورنیا او مکسیکو پولې ته نږدې تر ټولو ستر اسلامي مرکز بلل کېږي.

اړوند خبرونه