د ايران ولسمشر مسعود پزشکيان وايي، خبرې اترې د تسليمېدو په معنا نه، بلکې دوی د ايرانيانو د عزت، اقتدار او د ملت د حقونو د ساتنې په موخه خبرو ته دننه کېږي.
نوموړي پر خپله اېکسپاڼه ټينګار کړی، ايران به هېڅکله د خلکو او هېواد له قانوني حقونو شاتګ ونه کړي او په منطق، بشپړ توان او کلکې ارادې سره به د هېواد د ګټو او ملي عزت دفاع ته دوام ورکړي.
پزشکيان زياته کړې، د ايران حکومت به تر وروستۍ سلګۍ د خلکو خدمت، د هېواد د ګټو ساتنه او د ايران د عزت دفاع خپل مسووليت وبولي.

