ډېر لوستل شوي

د چین او روسیې مشرانو د «ښه ګاونډیتوب او دوستانه همکارۍ» تړون د غځولو هوکړه کړې

د روسیې ولسمشر، ولادیمیر پوتین چین ته د سفر پرمهال د دغه هېواد له ولسمشر «شي جین‌پینګ» سره په کتنه کې هوکړه کړې چې د دواړو هیوادونو ترمنځ د «ښه ګاونډیتوب او دوستانه همکارۍ» تړون نور هم وغځوي.

د چین دولتي خبري اژانس «شینهوا» په راپور کې د شي جین‌پینګ په حواله ویل شوي، مسکو او بیجینګ ۲۵ کاله مخکې یو تړون لاسلیک کړی چې پر بنسټ یې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اوږدمهاله ښه ګاونډیتوب، دوستۍ او سټراټیژیکې همغږۍ لپاره قانوني او اداري بنسټ رامنځته شوی دی.

تازه «ولادیمیر پوتین» او «شي جین‌پینګ» د دغه تړون د غځولو هوکړه کړې ده.

د روسیې ولسمشر، ولادیمیر پوتین پرون (سه‌شنبه) په یو رسمي سفر د چین پلازمېنې بیجینګ ته ورسېد او هلته یې د دغه هېواد له ولسمشر، شي جین‌پینګ سره پر بېلابېلو مسایلو خبرې وکړې.

اړوند خبرونه