د سوېلي کوریا یونهاپ خبري اژانس راپور ورکړی چې د چین ولسمشر شي جینپینګ ښايي راتلونکې اوونۍ شمالي کوریا ته سفر وکړي.
د راپور له مخې، د چین امنیتي او تشریفاتي پلاوی په دې وروستیو کې پیونګیانګ ته تللی او اټکل کېږي چې د شي جینپینګ دغه سفر به د مې میاشتې په وروستیو یا د جون په لومړیو کې ترسره شي.
سرچینې وایي، شي جینپینګ هڅه کوي د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د شمالي کوریا د مشر کیم جونګ اون ترمنځ د اړیکو په ښه کولو کې د منځګړي رول ولوبوي.
دا په داسې مهال ده چې په دې ورورستو کې د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ وروسته د روسيې ولسمشر ولادیمیر پوتین هم بېجنګ ته سفر کړی دی.

