ډېر لوستل شوي

ایلان ماسک د مصنوعي ځیرکتیا لپاره ستر مالي خطر منلی

ایلان ماسک د «سپېس‌اېکس» فضایي شرکت مالک د خپلې عامه ونډه‌پلورنې اسناد خپاره کړي چې له مخې یې، د مصنوعي ځیرکتیا په برخه کې پراخې پانګونې کړې او له مالي فشارونو سره مخ شوی دی.
رویټرز راپور ورکړی چې ایلان ماسک غواړي «سپېس‌اېکس» یوازې د راکټ جوړولو شرکت نه، بلکې د مصنوعي ځیرکتیا په یو ستر ځواک بدل کړي.
د راپور له مخې، شرکت سره له مالي فشارونو بیا هم پر «AI» پراخې پانګونې ته دوام ورکوي او د خپل راتلونکي ستر تمرکز یې هم همدې برخې ته اړولی دی.
په وروستیو کلونو کې د مصنوعي ځیرکتیا سیالي د ټکنالوژۍ د سترو شرکتونو ترمنځ خورا چټکه شوې او ګڼ میلیاردران هڅه کوي خپل شرکتونه د AI پر بنسټ راتلونکي ته برابر کړي.

اړوند خبرونه