د ټایلنډ حکومت خبر ورکړی چې د امریکا په ګډون د لسګونو هېوادونو د سیلانیانو لپاره به د بېویزې اقامت موده نیمایي ته راکمه کړي.
د نیویارک ټایمز راپور له مخې، دا پرېکړه د سیاحتي تګلارو د تنظیم او د بهرنیو وګړو د اقامت د کنټرول په موخه شوې ده.
تمه ده چې دا بدلون به د راتلونکو میاشتو په لړ کې عملي شي.
ټایلنډ هر کال د نړۍ له بېلابېلو هېوادونو میلیونونه سیلانیان جذبوي او د ګرځندوی سکتور یې د اقتصاد مهمه برخه ګڼل کېږي.

