ډېر لوستل شوي

اکسیوس: د ایران پر سر د ټرمپ او نتنیاهو ټلېفونې خبرې ترینګلې وې

اکسيوس امريکايي رسنۍ راپور ورکړی چې د امريکا د ولسمشرډونالډ ټرمپ او د اسراييلو د لومړي وزير بنيامين نتنياهو ترمنځ د ايران په تړاو وروستۍ ټلېفوني اړيکه «تاوتريخ‌جنه» وه او نتنياهو ترې «سخت غوسه» شوی دی.
يادې رسني د درېيو باخبره سرچينو په حواله ويلي چې بنيامين نتنياهو د ايران په اړه له روانو مذاکراتو سخت بدبين دی او غواړي جګړه بيا پيل شي.
بل لور ته، ډونالډ ټرمپ باور لري چې له ايران سره د يوې هوکړې د رسېدو امکان شته، خو که تړون ترلاسه نه‌شي، نو د جګړې د بيا پيل لپاره هم چمتو دی.

اړوند خبرونه