ډېر لوستل شوي

عاصم منير ايران ته ځي

د پاکستان د پوځ لوی درستیز عاصم منیر د تهران او واشنګټن ترمنځ د منځګړیتوب په تړاو له ایراني چارواکو سره د خبرو د دوام لپاره ایران ته سفر کوي.

د تسنیم خبري اژانس راپور ورکړی چې ټاکل شوې نوموړی دا سفر نن (پنجشنبه، غوايي۳۱مه)  تهران ته وکړي. دا په داسې حال کې ده چې پرون هم د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي د روانې اوونۍ په ترڅ کې د دویم ځل لپاره تهران ته تللی و او هلته یې د ایران له ولسمشر او د همدې هېواد له کورنیو چارو وزیر سره لیدنې او خبرې کړې وې.

اړوند خبرونه