ډېر لوستل شوي

جاپان کې ۱۲۰۰ کلن تاریخي معبد د اور له امله ویجاړ شوی

د جاپان یو ۱۲۰۰ کلن تاریخي معبد د اورلګېدنې له امله سخت زیانمن او ویجاړ شوی دی.

د جاپان د اور وژنې مسوولین وایي، ممکن دا اور د معبد له هغې «نه مړکېدونکې لمبې» څخه پیل شوی وي، چې له پېړیو راهیسې بلېده.

د راپورونو له مخې، دا اور لومړی ځل په ۸۰۶ میلادي کال کې د یوه بودایي راهب له خوا بل شوی وه او ویل کېږي چې تر ۱۲۰۰ کلونو زیات وخت پرته له خاموشېدو یې دوام کړی و.

همدا تاریخي لمبه وروسته د هیروشیما د سولې یادګاري پارک د ابدي مشعل د بلولو لپاره هم کارول شوې وه، چې د ۱۹۴۵ کال د اټومي بمبار قربانیانو ته ځانګړی شوی یادګار دی.

بلخوا، ګڼ جاپانیان اندېښنه ښيي چې که دا ډول پېښې دوام وکړي، هېواد به یې نور تاریخي بودایي معبدونه او شینتو زیارتونه هم له لاسه ورکړي.

اړوند خبرونه