ډېر لوستل شوي

روبیو: له ایران سره خبرو کې مثبت پرمختګ شوی

د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو وايي، له ایران سره د خبرو اترو په تړاو «ځینې مثبتې اشارې» شته او واشنګټن هیله لري چې په دې برخه کې پرمختګ وشي.

مارکو روبیو له خبریالانو سره د خبرو پرمهال ویلي، د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ لومړیتوب دا دی چې له ایران سره یوه «ښه هوکړه» وشي، خو که هوکړه رامنځته نه شي، نو د ده په خبره، ټرمپ «نور اختیارات» هم لري.

نوموړي زیاته کړې، که څه هم د خبرو اترو په تړاو مثبتې نښې لیدل کېږي، خو نه غواړي له حده زیاته خوشبیني وښيي.

بل‌لور ته روبیو ویلي، پاکستاني چارواکي به نن تهران ته سفر وکړي او هیله شته چې دا سفر د تهران او واشنګټن ترمنځ د خبرو د پرمختګ لپاره ګټور تمام شي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر یو ځل بیا پر ناټو نیوکه کړې او ویلي یې دي چې د ایران پر وړاندې د امریکا د دریځ ملاتړ نه کوي. د نوموړي په وینا، واشنګټن له ناټو یوازې د همکارۍ تمه لري، خو ځینې غړي هېڅ اقدام نه کوي.

اړوند خبرونه