ډېر لوستل شوي

ایران کې د انټرنېټ پراخ بندیز ۸۴ ورځې شوې

د انټرنېټ د څار نړيوال بنسټ «نېټ‌بلاکس» وايي، په ایران کې د انټرنېټ پرې کېدو لړۍ ۸۴مې ورځې ته غځېدلې او نړیوالو شبکو ته د خلکو پراخ لاس‌رسی لا هم محدود پاتې دی.

ياد بنسټ وايي، د څه باندې ۱۹۹۲ ساعتونو راهیسې د ایران ډېری وګړي نړیوال انټرنېټ ته بشپړ لاس‌رسی نه لري.

نېټ‌بلاکس زياته کړې، د انټرنېټ بندیز دوام په دې هېواد کې ټولنیزې او اقتصادي ستونزې زیاتې کړې دي. یاد بنسټ همداراز ویلي، له نړۍ سره د اړیکو ساتل ورځ تر بلې یوازې هغو کسانو ته اسانه کېږي چې واک ته نږدې دي یا ځانګړي امتیازونه لري.

اړوند خبرونه