ډېر لوستل شوي

قطر او پاکستان د ایران ـ امریکا د هوکړې لپاره خپلې هڅې ګړندۍ کړې

رویټرز راپور ورکړی چې د قطر یوه لوړپوړي پلاوي د امریکا په همغږۍ تهران ته سفر کړی، څو د ایران او امریکا ترمنځ د احتمالي هوکړې پر وړاندې شته اختلافات حل او خبرې وروستي پړاو ته ورسوي.

د راپورونو له مخې، د پاکستان د پوځ مشر عاصم منیر هم تهران ته تللی، څو د دواړو هېوادونو ترمنځ د تفاهم او اوربند د ټینګېدو لپاره له ایراني چارواکو سره خبرې وکړي.

بل‌خوا، د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي د ملګرو ملتونو له سرمنشي سره په ټلېفوني اړیکه کې ویلي ، د امریکا «زیاتې غوښتنې» د احتمالي هوکړې پر وړاندې ستر خنډونه جوړ کړي دي.

اړوند خبرونه