ډېر لوستل شوي

بلوچستان کې د ناامنۍ تازه پېښه؛ کويټې ته نږدې دوه حکومتي کارکوونکي وژل شوي

د پاکستان د بلوچستان ایالت مرکز کويټې ته نږدې د نامعلومو وسله‌والو په برید کې دوه حکومتي کارکوونکي وژل شوي دي.
د راپورونو له مخې، پېښه د جمعې په ماښام د مستونګ ولسوالۍ اړوند «غنجه دوري» سیمه کې شوې.
ویل کېږي، په دې پېښه کې فریدالله شاه د مالي چارو افسر او انعام‌الله شاه د بلوچستان د اعلی وزیر د دفتر کارکوونکی و.
تر اوسه د برید مسوولیت کومې ډلې نه دی منلی او د پېښې انګېزه هم نه ده روښانه شوې.
د بلوچستان اعلی وزیر میر سرفراز بګټي دا پېښه غندلې او اړوندو ادارو ته یې د سم‌لاسي راپور وړاندې کولو سپارښتنه کړې ده.

اړوند خبرونه