د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د نوې ډيلي او واشنګټن ترمنځ د اړیکو د پیاوړتیا په موخه هند ته سفر کړی دی.
رويټرز راپور ورکړی چې روبیو نن د هند کلکتې ښار ته تر رسېدو وروسته د «مدر ټریسا» لهخوا د بنسټ اېښودل شوې خیریه او مذهبي ادارې له مرکزي دفتر هم ليدنه کړې ده.
ټاکل شوې، نوموړی په نوې ډيلي کې د هند له لومړي وزیر نریندرا مودي سره هم وګوري. دا سفر داسې مهال کېږي چې د امریکا او هند اړیکې د ډونالډ ټرمپ له لوري د تعرفو او د واشنګټن لهخوا له پاکستان او چین سره د اړیکو د بیا پراختيا له امله له ځینو ننګونو سره مخ شوې دي.

