ډېر لوستل شوي

د چين یوه کان کې چاودنه؛ ۸۲ کسان په‌کې وژل شوي

د چين په شمال، د شانشي ولايت د ډبرو سکرو په يو کان کې د ګاز چاودنې له امله ۸۲ کسان وژل شوي او ۹ نور لا هم تر خاورو لاندې بند پاتې دي.

د سينهوا چيني خبري اژانس د راپور له مخې، دا پېښه تېره ورځ د چین‌یوان ولسوالۍ اړوند «لیوشېنیو» يوه کان کې شوې ده. سرچينه زياتوي چې د ژغورنې ډلې لا هم د بند پاتې کسانو د راایستلو هڅې روانې ساتلې دي.

اړوند خبرونه