ډېر لوستل شوي

سپینې ماڼۍ ته نږدې د ډزو غږونه؛ یو شکمن کس ویشتل شوی

د امریکا سپینې ماڼۍ ته نږدې یو ځل بیا د ډزو غږونه اورېدل شوي چې له امله یې په سیمه کې امنیتي تدابیر سخت شوي او ګرځبندیز اعلان شوی دی.
د رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې یو شکمن کس د سپینې ماڼۍ د امنیتي ځواکونو له لوري په نښه او وژل شوی.
د راپورونو له مخې، د پېښې له رامنځته کېدو وروسته امنیتي ځواکونو سیمه کلابنده کړې او د پېښې د څرنګوالي په اړه پلټنې روانې دي.
د ويلو ده چې تر دې وړاندې په ياده ماڼې کې د خبريالانو پر يوې غونډې داسې مهال ډزې وشوې چې د ټرمپ په ګډون ګڼو لوړپوړو امريکايي چارواکو پکې ګډون کړی وو.

اړوند خبرونه