د بلوچستان په مرکز کوېټه کې رېلپټلۍ ته نږدې شوې چاودنه کې لږ تر لږه ۲۴ کسانو ژوند له لاسه ورکړی او له ۸۲ ډېر ټپیان شوي دي.
د راپورونو له مخې، دا چاودنه نن د بلوچستان په مرکز کوېټه ښار کې شوې او ځايي پولیسو ویلی چې په دې چادونه لږ تر لږه ۲۴ کسانو ژوند له لاسه ورکړی او له ۸۲ ډېر ټپیان شوي دي. سرچينه لیکي، چاودنې یو باروړونکی اورګاډی له پټلۍ ایستلی او وروسته د ډزو غږونه هم اورېدل شوي دي.

