ډېر لوستل شوي

د ایران په بندرعباس او فارس خلیج کې د چاودنو غږونه اورېدل شوي

د راپورونو له مخې، د ایران په بندر عباس ښار کې د درېیو چاودنو غږونه اورېدل شوي دي.

د فارس خبري اژانس راپور ورکړي چې د فارس خلیج په سیمه کې هم د چاودنو غږونه اورېدل شوي او ایراني ځواکونو نن سهار وختي په ياده سیمه کې یوه بې‌پیلوټه الوتکه هم رانسکوره کړې ده.

د یادونې ده چې د ایران د پارلمان د مشر محمد باقر قالیباف په مشرۍ او د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي په ګډون پلاوي د تهران _ واشنګټن د احتمالي هوکړې په اړه د خبرو لپاره د قطر پلازمېنې دوحې ته تللي دي.

اړوند خبرونه