ډېر لوستل شوي

امريکايي ځواکونو د ایران پر سویل تازه بريدونه کړي

د راپورنو له مخې، امریکايي پوځ د ایران په سویل کې نوي بریدونه کړي، د ایران د توغنديو مرکزونه او هغه کښتۍ یې په نښه کړې چې د دوی په وینا «د ماينونو اېښودلو هڅه» یې کوله.

د امریکا د مرکزي قوماندانۍ (سېنټکام) د خبرپاڼې له مخې، دا بریدونه د «خپلې دفاع» په چوکاټ کې ترسره شوي او موخه یې «د ایراني ځواکونو له ګواښونو د امریکايي ځواکونو ساتنه» ښودل شوې.

ايراني چارواکو تراوسه د دغو بریدونو په اړه رسمي څخ نه دي ویلي، خو د دغه هېواد رسنيو راپور ورکړی چې د عباس بندر او فارس خليج اړوند سيمو کې د چاودنو غږونو اورېدل شوي دي.

اړوند خبرونه