ډېر لوستل شوي

اردوغان نتنیاهو «ظالم» بللی

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د لوی اختر په شپه پر غزې د اشغالګر پوځ بریدونو له امله د اسراییلو پر لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو سختې نیوکې کړې او هغه یې «ظالم» بللی دی.

الجزیرې خبري شبکې د اردوغان په حواله ویلي چې د غزې جګړې د اختر خوښۍ تر سیوري لاندې راوستې او اسلامي نړۍ باید د اوربند د خبرو او د جګړې د پای ته رسولو هڅو ملاتړ ته دوام ورکړي.

نوموړي همداراز هیله څرګنده کړې چې د غزې د جګړې په تړاو روانې هڅې به مثبتې پایلې ولري او سیمه به د سولې پر لور ولاړه شي.

نړیوالو رسنیو راپور ورکړی چې د غزې ښار پر بېلابېلو سیمو د صهیونیستي رژیم د هوایي بریدونو له امله څلور کسان شهیدان شوي دي.

اړوند خبرونه