ډېر لوستل شوي

ایراني رسنۍ: امریکایي ځواکونو عباس بندر کې برید کړی، خو زیان یې نه دی اړولی

رویټرز د راپور له مخې، امریکایي چارواکو ویلي چې یو ځل بیا يې په ایران کې یو پوځي مرکز په نښه کړی دی.

دغه راز امریکایي چارواکو ادعا کړې چې د ایران څلور ډرون الوتکې یې هم نسکورې کړې دي.

خو د ایران تسنیم خبري اژانس راپور ورکړی، د امریکا د تېلو یوې کشتۍ غوښتل له هرمز تنګي تېره شي چې ایراني ځواکونو یې مخه نیولې.

سرچینه زیاته کړې، امریکایي ځواکونو یې پر وړاندې د عباس بندر شاوخوا سیمه کې برید کړی خو مالي او ځاني زیانونه نه لري.

اړوند خبرونه