ډېر لوستل شوي

اسماعیل بقايي: ایران د نړیوالو قوانینو پر بنسټ له ځان څخه د دفاع حق لري

د ایران بهرنیو چارو وزارت ویاند، اسماعیل بقايي د امریکا پر وړاندې د تهران ځوابي اقدام په اړه د اروپايي ټولنې وروستی بیان ناسم او بې‌مسوولیته دریځ بللی دی.
نوموړي ویلي چې اروپایي ټولنه د انساني او اخلاقي معیارونو په اړه ناسم او بې‌مسوولیته دریځ څرګندوني، او ایران د نړیوالو قوانینو پر بنسټ له ځان څخه د دفاع حق لري.
تر دې مخکې اروپایي ټولنې ایران د جګړې پر مهال د سیمې هېوادونو پر وړاندې پر نظامي اقدام تورن کړی و. خو اسماعیل بقايي بیا ویلي چې پر ایران د «تېری» پرمهال د سیمې هېوادونو له اډو څخه استفاده شوې ده.
د ایران بهرنیو چارو وزارت ویاند دا هم ویلي چې نور هېوادونه باید هېچاته اجازه ورنکړي چې له خاورې څخه یې د نورو پر ضد استفاده وشي.

اړوند خبرونه