د امریکا د متحده ایالتونو ولسمشر ډنالډ ټرمپ وایي، ښایي واشنګټن او تهران راتلونکې اوونۍ د اوربند پر غځولو او د هرمز تنګي پر بیا پرانیستلو هوکړه وکړي.
ټرمپ له «اېبيسي» نیوز سره خبرو کې ویلي چې په دې برخه کې یوه ستونزه رامنځته شوې وه، خو په خبره یې، دا ستونزه حل شوې او خبرې لا هم روانې دي.
ټرمپ زیاته کړې چې له ایران سره د سولې احتمالي هوکړه ښایي له پوځي بریا هم غوره وي، خو د دواړو هېوادونو ترمنځ د اوږدمهالو ترینګلتیاو له امله دې هوکړې ته رسېدل اسانه نه دي.

