ډېر لوستل شوي

کینیا کې د امریکا له لوري د ایبولا قرنطیني مرکز د جوړېدو پر ضد پراخ لاریونونه شوي

د کینیا د نانیوکي ښار سلګونه اوسېدونکي سړکونو ته راوتلي او د امریکا له هغه پلان سره یې مخالفت ښودلی چې غواړي د لایکیپیا په پوځي اډه کې د ایبولا ناروغۍ لپاره قرنطیني مرکز جوړ کړي.

رویټرز د لاریون کوونکو په حواله ویلي، د دې مرکز جوړېدل د عامې روغتیا لپاره احتمالي ګواښ رامنځته کولای شي او له حکومت څخه یې غوښتي چې دا پروژه په بشپړه توګه ودروي.

دا اعتراضونه څو ورځې وروسته له هغې کېږي چې د کینیا سترې محکمې د یوې قضیې تر ثبتېدو وروسته د دې پلان عملي کېدل په موقت ډول وځنډول. محکمې اندېښنه ښودلې چې دا پروژه ښايي د خلکو روغتیا له خطر سره مخ کړي.

د راپورونو له مخې، ټاکل شوې وه چې په یاد ۵۰ بستریز مرکز کې هغه امریکايي وګړي وساتل شي چې د ایبولا ویروس سره مخامخ شوي، خو لا یې د ناروغۍ نښې نه وي څرګندې شوې. د کینیا حکومت بیا ویلي چې دا مرکز د بېړنیو روغتیايي پېښو پر وړاندې د چمتووالي د پیاوړتیا لپاره جوړېږي.

د سیمې اوسېدونکي وايي، د ناروغۍ د احتمالي خپرېدو له وېرې به خپلو اعتراضونو ته دوام ورکړي، په داسې حال کې چې د دې لانجمنې پروژې په اړه محکمې لا هم وروستۍ پرېکړه نه ده کړې.

اړوند خبرونه