د امریکا د متحده ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، د اسراییلو له لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو او د لبنان له حزبالله ډلې سره یې ګټورې خبرې کړې چې له امله یې په لبنان کې د اوربند د دوام هیلې زیاتې شوې دي.
رویټرز په خپل راپور کې د ټرمپ له قوله ویلي، نتانیاهو ورسره موافقه کړې چې بیروت ته به اسراییلي ځواکونه نه استوي او هغه ځواکونه چې د عملیاتو لپاره چمتو شوي وو، بېرته ګرځول شوي دي. نوموړي زیاته کړې چې د منځګړو له لارې یې له حزبالله سره هم اړیکه نیولې او ژمنه یې کړې چې پر اسراییلو به بریدونه نه کوي.
د راپورونو له مخې، حزبالله د لبنان د پارلمان د رییس «نبیه بري» له لارې امریکا ته پیغام ورکړی چې که اسراییل پر بیروت او شاوخوا سیمو بریدونه ودروي، دوی به هم پر شمالي اسراییلو خپل بریدونه بند کړي.
خو سره له دې پرمختګونو، ایراني دولتي رسنیو خبرداری ورکړی چې که په لبنان کې پوځي عملیات دوام وکړي، نو د اوربند دا نازک وضعیت ښايي له سقوط سره مخ شي.
دا په داسې حال کې ده چې د لبنان جګړې د سیمې وضعیت ترینګلی کړی، زرګونه کسان یې اغېزمن کړي او نړیوالې هڅې روانې دي، څو د لبنان په پوله کې روان تاوتریخوالی پای ته ورسېږي.

