د امریکا د متحده ايالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ ادارې وړاندیز کړی چې د ۶۰ غوره اقتصادي هېوادونو پر وارداتي توکو دې ۱۰ یا ۱۲.۵ سلنه اضافي تعرفې ولګول شي.
د رويټرز راپور له مخې، دا وړاندیز وروسته له هغې مطرح شوی چې دې هېوادونو د جبري کار له لارې د تولید شویو توکو د سوداګرۍ د مخنیوي په برخه کې کافي اقدامات نه دي کړي.
امریکایي چارواکي باور لري چې د دغو هېوادونو ناکافي اقدامات د امریکا له سوداګریزو ګټو سره په ټکر کې دي او د امریکا پر سوداګرۍ منفي اغېز کوي. دا په داسې مهال ده چې ټرمپ تر دې وړاندې هم د چين، کاناډا، روسيې او يو شمېر نورو هېوادونو پر وارداتي توکو لوړې تعرفې لګولې وې.

