نړیوالو رسنیو راپور ورکړی چې د هند په پلازمېنه، نوي ډیلي کې د پراخې اورلګېدنې له امله ۲۱ کسان وژل شوي او ګڼشمېر نور ټپيان دي.
د الجزیرې خبري شبکې د راپور له مخې چې دا اورلګېدنه له ګڼېګوڼې په ډکه سیمه کې له څو پوړیزې ودانۍ دننه رامنځته شوې او له ۴۰ ډېر کسان روغتونونو ته لېږدول شوي دي.
دا پېښه د «مالویانګر» ښار په هغه ودانۍ کې شوې چې لاندینی پوړ یې رستورانت او پورته پوړ یې هوټل ته ځانګړی شوی و.
بلخوا ځایي رسنیو لیکلي چې په دې پېښه کې ډېری هغو بهرني اتباع هم وژل شوي چې د درملنې په موخه هند ته تللي وو.
تر اوسه د دې اورلګېدنې لامل نه دی روښانه شوی، خو په تړاو یې څېړني پیل شوې دي.
په ورته مهال د هند لومړي وزیر، نریندرا مودي هم دي پر دې پېښه ژوره خواشیني ښودلې او د قربانیان له کورنیو سره یې خواخوږي څرګنده کړې ده.

