ډېر لوستل شوي

امریکا غواړي د ایران کنګل شوې شتمنۍ د خلیجي متحدینو د زیانونو جبران ته ځانګړې کړي

د امریکا حکومت په پام کې لري چې د ایران کنګل شوې شتمنۍ د فارس خلیج هغو متحدینو ته ورکړي چې د ایران د بریدونو له امله یې زیانونه لیدلي دي.

رویټرز راپور ورکړی چې د امریکا د خزانې وزیر، سکاټ بسینټ، اړوندو ادارو ته سپارښتنه کړې څو په فارس خلیج هېوادونو د ایران د بریدونو له امله اوښتي مالي زیانونه وارزوي.

دا پرمختګ داسې مهال مطرح کېږي چې د ایران د مذهبي مشر نظامي سلاکار، محسن رضایي، تر دې وړاندې ویلي وو چې د تهران او واشنګټن ترمنځ د سولې احتمالي هوکړه د ایران د ۲۴ میلیارده ډالرو کنګل شویو شتمنیو له ازادېدو سره تړاو لري.

ویل‌کېږي، د ایران د شتمنیو د برخلیک په اړه هره پرېکړه کولای شي د تهران او واشنګټن ترمنځ پر روانو اړیکو او مذاکراتو مستقیم اغېز ولري.

اړوند خبرونه