د امریکا د متحده ایالتونو ولسمشر، ډونالډ ټرمپ، ټاکل شوې د دوشنبې په ورځ د باسکټبال د «اینبياې» فاینل سیالیو درېیمه لوبه په مېډیسن سکوېر ګارډن کې له نږدې وګوري چې له امله یې په نیویارک ښار کې پراخ امنیتي تدابیر نیول شوي دي.
ریټرز راپور ورکړی چې د لوبغالي شاوخوا ځینې لارې تړل کېږي، د بکسونو او لویو توکو پر وړلو بندیز لګېدلی او امنیتي ځواکونه به د لوبې پر مهال ځانګړي تدابیر عملي کړي.
ټرمپ په خپله دویمه ولسمشریزه دوره کې په پرلهپسې ډول د مهمو ورزشي سیالیو ګډون ته مخه کړې؛ نوموړی تېر کال د سوپر بول سیالۍ ته د ورتګ له امله د امریکا لومړنی برحال ولسمشر شو چې دغه لوبه یې له نږدې کتلې وه.
هغه له دې وروسته د رایډر کپ او د کلب نړیوال جام د اتلولۍ لوبې په ګډون په ګڼو مهمو ورزشي مراسمو کې هم ګډون کړی دی.

