اوکراین د سېنټ پیټرزبورګ پر ښار او شاوخوا سیمو په داسې مهال د ډرون بېساري بریدنه کړي چې په دې ښار کې د اقتصادي فورم وروستۍ ورځ روانه وه.
د لېننګراد سیمې والي الکساندر دروزدینکو ویلي، د روسیې دفاعي ځواکونو له ۱۴۰ څخه ډېرې بېپیلوټه الوتکې نسکورې کړې دي. چارواکو له اوسېدونکو غوښتي چې په خپلو کورونو کې پاتې شي.
بللور ته، د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زلېنسکي ویلي، ځواکونو یې د روسیې د وسلو زېرمې او یوه سمندري اډه په نښه کړې ده. نوموړي دغه عملیات د روسیې د بریدونو پر وړاندې «عادلانه ځواب» بللی دی. دا په داسې حال کې ده چې تر دې بريد یوه ورځ وړاندې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د جګړې د پای ته رسولو لپاره د مخامخ خبرو په اړه د زلېنسکي غوښتنې ته په غبرګون کې ویلي و، له نوموړي سره په لیدنه کې «هیڅ ګټه» نه ویني.

