فاکسنیوز راپور ورکړی، د امریکا ولسمشر دونالد ټرمپ له ایران څخه غوښتي، کوم بریدونه یې چې کړي کافي دي او دغه هېواد دې بېرته د خبرو اترو میز ته راوګرځي.
ټرمپ زياته کړې، د ایران دغه بریدونه پر مذاکراتو منفي اغېز کوي. دغه راز د امریکا ولسمشر به د اسراییل له لومړي وزیر سره خبرې وکړي څو د ایران د بریدونو په غبرګون کې اقدام ونه کړي.

