ډېر لوستل شوي

ایران: که پر بیروت بریدونه دوام وکړي، تهران به غلی پاتې نه‌شي

ایران د لبنان د پلازمېنې بیروت په جنوبي سیمو کې د اسراییلو د بریدونو په غبرګون کې د اسراییلو پر شمالي سیمو بالسټيک توغندي توغولي او خبرداری یې ورکړی، که پر بیروت بریدونه دوام وکړي، تهران به غلی پاتې نه‌شي.

د راپورونو له مخې، دا توغندیز بریدونه وروسته له هغې شوي چې اسراییلي ځواکونو د بیروت په جنوب کې د حزب‌الله اړوند اهداف په نښه کړي و.

بل‌خوا د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د وروستیو بریدونو په اړه ویلي، چې پر بیروت د اسراییلو له بریدونو خوښ نه دی او دا اقدامات یې د تهران او واشنګټن ترمنځ د اوربند له روحیې سره په ټکر کې بللي دي.

ټرمپ همداراز له ایران غوښتي چې توغندیز بریدونه ودروي او د شخړو د حل لپاره بېرته د خبرو اترو مېز ته ور وګرځي.

د دواړو لوریو ترمنځ وروستیو بریدونو د سیمې د امنیتي وضعیت په اړه اندېښنې زیاتې کړې دي.

اړوند خبرونه