د چین ولسمشر شي جینپینګ په دوه ورځني سفر پیونګیانګ ته رسېدلی او هلته یې د شمالي کوریا له مشر کیم جونګ اون سره کتلي دي.
چيني رسنيو د شي جینپینګ په حواله ویلي چې د بیجینګ او پیونګیانګ اړیکې د «یوه نوي تاریخي پړاو» په درشل کې دي او چین له شمالي کوریا سره د اړیکو پراختیا ته ژمنتيا ښودلې.
نوموړي ټینګار کړی چې د دواړو هېوادونو ترمنځ به په بېلابېلو برخو کې همکارۍ لا پراخې شي.

