ډېر لوستل شوي

جرمني او فرانسې د ګډې جنګي الوتکې ستره دفاعي پروژه لغوه کړې

د جرمني او فرانسې مشرانو هوکړه کړې چې د نوې نسل جنګي الوتکې د جوړولو ګډه پروژه لغوه کړي؛ هغه پروژه چې د اروپا له تر ټولو لویو او مهمو دفاعي پروګرامونو څخه بلل کېده.

رویټرز د چارواکو په حواله ویلي، د پروژې د لغوه کېدو تر شا د دواړو هېوادونو د دفاعي شرکتونو ترمنځ سیالي او د صنعتي ګټو پر سر اختلافات مهم لاملونه وو چې د پروګرام پر پرمختګ یې منفي اغېز کړی و.

یاده پروژه د اروپا د دفاعي خپلواکۍ د پیاوړتیا او د راتلونکي نسل پرمختللو جنګي الوتکو د جوړولو لپاره پیل شوې وه، خو د اوږدمهالو اختلافاتو له امله یې عملي کېدل له ستونزو سره مخ شول.

د دغې پرېکړې له امله د اروپا د دفاعي همکاریو پر راتلونکې او د لویو ګډو پوځي پروژو پر برخلیک هم پوښتنې راپورته شوې دي.

اړوند خبرونه